د احمدی نژاد څرګندونې دافغانستان په چاروکی لاسوهنه ده
رحمت اله روان رحمت اله روان

دا لومړې ځل نه دی، چې ایراني مشران د افغانستان په اړه له جوړیدونکو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو نه ناوړه ګټه پورته کوي، بلکې تر دې مخکې د اسټامبول  د بن او په خبله دکابل په ناستو کې هم دا کار څو څو وارې تکرار شوی داځل بیاهم،د ایران جمهور ريیس د دوشنبې په ورځ دمارچ به ۲۶ نیټه په تاجکستان کې د افغانستان په هکله د اقتصادي همکاریو په پنځم کنفرانس کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو په موجودیت انتقاد وکړ او یو ځل بیا یې له دې هېواده د هغوی وتل وغوښتل،احمدي نژاد داهم ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره به دافغانستان ازادي باوري او له دې هېواده به مخدر مواد او تروریزم هم له مینځه لاړ شي،احمدی نژاد ویلی دی چی چې له ترهګرۍ سره مبارزه يوه پلمه ده. احمدي نژاد له افغانستان څخه ژر تر ژره د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د ناټو او د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا افغانستان ته د تاوان ورکولو غوښتنه وکړه. احمدي نژاد ویلی دی چی په افغانستان او سيمه کې د ناټو د غړو هېوادونو شتون په اسيا او منځني ختيځ کې د هغوى د حاکميت غوښتنه ده او په افغانستان کې د ناټو شتون د ټولو ستونزو زېږنده ده. احمدي نژاد د بهرنيو ځواکونو پر کړنو نيوکه کړې او ويلي يې دي: "اوس د افغانستان خلک په خپلو کورونو کې د بهرنيو ځواکونو له خوا وژل کېږي، ښځې او ماشومان يې وژل کېږي او اسلامي مقدساتو ته سپکاوى کېږي. دغه راز ده ويلي، چې که بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي، نو نشه يي توکي او ترهګري به له منځه ولاړه شي..

احمدي نژاد دا څرګندونې  د دوشنبې په کنفرانس کې د جمهورریيس کرزی په موجودیت کې کړی، خو ښاغلی کرزی یې پروړاندی هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی،په دی کنفرانس کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو مشران او هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال رابرټ بلک په مشری یوه امریکايي پلاوي ګډون کړی خو د دغه پلاوي غړي د احمدي نژاد د وینا له پیلېدو سره سم د کنفرانس له تالاره ووتل،دا څوم ځل دې چی د ایران ولسمشر او دهغه هیواد نور لوړپړې چارواکی دا ډول لمسونې کوي.

 احمدی نژاد باید په دی پوه شي  چی دا د افغانانو کار دی چې بهرني ځواکونه په هیواد کې پریږدي او که نه. لویې عنعنوي جرګې په دې هکله پریکړه کړې ده، دا د افغانانو داخلی موضوعات دې،خو بهرنیان خصوصا ایران او پاکستان هیځ کله د داسې بیځایه او لمسوونکو څرګندونو حق نه لرې او نه باید اجازه ور کړه شې، احمدي نژاد د ایران جمهورريیس دی، نه د افغانستان، هغه حق نه لري، چې داسې څرګندونې وکړي، بهرني ځواکونه افغانستان د ملګرو ملتو د پرېکړې له مخې راغلي، افغانان ورسره موافق دی.د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د افغانستان په اړه د ايران د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي، په مشرانو جرګه کې د کابل استازي نثاراحمد حارس نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د ايران ولسمشر د افغانستان په برخه کې د دغه شان څرګندونو حق نه لري. دى وايي، چې ايران په دغه شان څرګندونو غواړي، چې يو ځل بيا په افغانستان کې د ځان لپاره د لاسوهنو زمينه برابر کړي. هغه زياته کړه: "ايران اوس موږ ته وايي، چې له امريکا څخه جنګي غرامات واخلئ، خو همدغه ايران او پاکستان د کورنيو جګړو پر مهال زموږ هېواد ټوټې ټوټې نه کړ؟ د هغو غرامات ولې نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا په مشرۍ د ناټو چارواکي د مشرانو د جرگې هر غړي ته په ډالرو معاش ورکوي او که داسې ونه کړي معاش يې له لاسه وځي. د ده په وينا، افغانستان ته د لوېديځوالو په راتګ سره بيارغونه شوې، خلکو ته د کار زمينه برابره شوې او نسبي امنيت رامنځته شوى، ګاونډيان بايد په دې برخه کې ناسمې څرګندونې ونه کړي. په دغې جرګه کې د پکتيا استازي عبدالحنان حقويون هم وويل، چې د احمدي نژاد وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده. دى وايي، تر دې وړاندې هم د ايران ولسمشر د افغانستان په برخه کې غير مسوولانه څرګندونې کړې دي. د ده په وينا، افغان ولسمشر بايد د تاجکستان په غونډه کې احمدي نژاد ته ويلي واى، چې د دې ډول څرګندونو حق نه لري.  په ياده جرګه ګې د کابل بل استازى خالقداد بلاغي وايي، چې د ايران د ولسمشر دغه شان څرګندونې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لاسوهنو څخه ډېرې خطرناکې دي. هغه تور پورې کړ، چې ايران په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي او د خپل هېواد په درېيو مهمو ښارونو کې يې وسلوالو طالبانو ته پوځي اډې جوړې کړې دي. سرچينې زياته کړه: "په هېواد کې د قوم، ژبې او مذهب په نوم کومې جګړې چې کېږي، په دې ټولو کې د ايران مستقيم لاس دى. د مشرانو جرګې د نننۍ غونډې په پاى کې د دې جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې د ايران د ولسمشر احمدي نژاد د ورستيو څرګندونو په اړه به مشرانو جرګه يو اعلاميه خپره کړي او دغه څرګندونې به په جدي ډول وغندي،د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار د غونډې په پای کې د شویو انتقادونو په اړه وویل ،موږ د احمدي نژاد دا ډول څرګندونې ردوو، دا زموږ په هېواد کې د مداخلې بڼه لري، حکومت اوپه تیره بهرنیو چارو وزارت ته توصیه کوو، چې په دې هلکه اقدام وکړي او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی وکړي

 ایران د پاکستان په شان په افغانستان کې د جګړې د اور د تازه کولو لپاره د دولت وسله والو مخالفانو او همداراز په افغانستان کې د اوبو بندونو د مخنیوي لپاره ځینو وسله والو ډلو ډلو ته وسلې او پیسې ورکوي

 ایران د دې لپاره دا کار کوي چې په افغانستان کې پر ناټو او امریکا فشار راوړي چې ایران د اتومي وسلې جوړولو ته پرېږدي،د ایران جمهور ريیس په دې څرګندونو غواړي، چې ځان د افغانستان د خلکو دوست وښيي، خو له کومې ورځې راهیسې چې دې هېواد ته امریکایي او نور بهرني ځواکونه راغلی، ایران یې پرضد لمسونې پیل کړي دي،ایران له امریکا سره دښمني لري، خو دا اجازه نه لري، چې د دې هېواد په روانو حساسو شرایطو کې دې د خلکو ذهنونه واړوي، افغانستان اوس مهال د بهرینو متحدینو هرډول مرستو ته اړ دی، او پرې دې ښودل شي، چې له دی موقع ګټه پورته کړي،د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي که څه هم د احمدي نژاد په څرګندونو مستقیم انتقاد نه دی کړی، خو دتیری چهار شنبی په ورځ یی په کابل کی خبریالانو ته وویل، چې افغانستان د یو خپلواکه هیواد په توګه له هر بل هیواد سره هر ډول اړیکې ټینګولې شي، یان کوبیش خبریالانو ته وویل، چې د ایران د ولسمشر یوه اساسي اندیښنه  له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د یو شمیر بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په اړه وه،ټاکل شوې ده چې دا سرتیري د افغانستان او بیلابیلو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو له لاسلیک وروسته په افغانستان کې پاتې شي، خو  په دې اړه پریکړه کول د افغان حکومت حق دی،هغه څه، چې ده زیاته یادوله له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د یوشمېر بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام مساله وه. زه یو ځلې بیا دا مساله د مشورې لپاره افغان حکومت ته راجع کوم، ځکه افغانستان یو خپلواکه هیواد دې او لومړې دا په دې هیواد پوری اړه لري، چې له چا سره څه ډول اړیکې او تړون غواړي،که څه هم د احمدي نژاد دې څرګندونو په افغانستان کې دننه په بیلابیلو کچو تند غبرګونونه راوپارول او د هیواد په کورنیو چارو کې بربنډه لاس وهنه وبلل شوه، خو افغان مشران لا هم پرې غلې دي

په اخری تحلیل کی په ډیر لنډ ډول سره دایران وولسمشر احمدی نژاد ته افغانانو پیام دا دې چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او افغانان د امريكائيانو په منګولو كې نه دي او نه به هم دبل کوم هیواد په منګلو کی راشې بلكې افغانان د نړۍ له هر هېواد په تيره بيا له ګاونډيو ملكونو او دوستو هېوادو سره د روغي جوړي ښه روابط غواړي داچی نن بهرنی سرتیری په افغانستان کی شتون لری د دی علت هم دافغانستان دګا ونډیانو(ایران او پاکستان ) دبیځایه لاسوهنو او شوم پلا نونه ول چی غو ښتل یی افغانستان دخپلو ګټو مطابق وویشې، پاکستان او ایران ول  چی د افغانانو په منځ كې یی د جهاد له نامه ځخه په غلطه استفاده  بې اتفاقي، اختلاف او تشتت خپور كړ، د تنظيمي او خپل منځي جګړو په اثر یی افغانستان په كنډواله بدل كړ، اوس افغان ولس ایران او پاکستان ښه پيژني او دهغوی د تمساح په اوښكو افغانان هیځکله نه غوليږي،پای


April 3rd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات